په راتلونکو ټاکنو کې سوسیالیستي چپ ګوند ، چاپیریال ګوند یا د سرو ګوند ته رایه ورکړئ. دا درې ګوندونه په پارلمان کې يوازيني ګوندونه دي چې د فلسطين د خلکو د حقونو لپاره پرله ‌پسې مبارزه کوي.

تر ټولو مهم کار چې تاسو یې د فلسطين لپاره همدا اوس کولای شې، دا دی چې  د خپلې رایې ورکولو حق وکاروئ

ډېر ګوندونه وايي چې د فلسطين ملاتړ کوي. خو کله چې په پارلمان کې د عملي اقداماتو وړاندیزونه وړاندې شي، دوی د هغې پر ضد رایه ورکوي. دا چې په پارلمان کې څوک ناست وي ډیر اهمیت لري – یوازې دا مهم نه دي چې څوک لومړی وزیر او څوک وزیران دي.

دلته تاسو کتلای شئ چې بېلابېلو ګوندونو د هغو دوو وړاندیزونو په اړه څه ډول رایه ورکړې ده چې په پارلمان کې وړاندې شوي وو:

د فلسطين لپاره رایه ورکړئ


«پارلمان له حکومت څخه غواړي چې د اسرائيلو پر ضد د نړيوالو اقتصادي بنديزونو لپاره اقدام وکړي او له یادو بندیزونو څخه ملاتړ وکړي» 

«پارلمان له حکومت څخه غواړي چې د ناروې بانک ته لارښوونه وکړي چې د ناروې د تېلو صندوق ونډې له هغو شرکتونو څخه ژر تر ژره وباسي چې د ملګرو ملتونو په تور ليست کې شامل دي، او همدارنګه د وسلو له هغو شرکتونو څخه چې له اسرائيلو سره د جنګي جرمونو په ترسره کولو کې مرسته کوي او همدا شان د فلسطين د سيمو د غيرقانوني اشغال ملاتړ کوي»

Illustrasjon av hvordan partiene har stemt på Stortinget det siste året. JA: SV, Rødt og MDG. NEI: SP, KrF, AP, Høyre, V, FrP, Pasientfokus.


دسوسیالیستي چپ ګوند ، چاپیریال ګوند یا د سرو ګوند ته رایه ورکړئ که غواړئ چې:

  • د تیلو صندوق ونډې (سهمونه) له اشغال او نسل وژنې څخه وویستل شي

  • له اسرایلو سره د وسلو راکړه ورکړه ودرول شي

  • په هغې سوداګرۍ بندیز ولګول شي چې د اشغال ملاتړ کوي

تاسو کولای شئ له  د اګست له ۱۱ مې نېټې څخه د سپتمبر ار ۵ مې نېټې پورې د هېواد په ټولو ټاکنيزو مرکزونو کې مخکې له مخکې رایه ورکړې، پرته له دې چې دا په پام کې ونیول شي چې تاسو د نفوسو د احوال د ثبت په کوم دفتر کې راجستر یاست.

د ټاکنو اصلي ورځ د سپتمبر د میاشتې ۸ مه نېټه ده. په دې ورځ يوازې په هغه ښاروالۍ (کمون) کې رایه ورکولای شې چې د نفوسو د احوال د ثبت په دفتر کې یې راجستر یاست. هر څوک چې د ناروې تابعيت لري، کولای شي رایه ورکړي. يوازينی شی چې تاسو یې باید له ځانه سره ولرئ هغه ستاسو پېژندپاڼه ده.

په لاندې انترنت پاڼه کې د ټول هېواد د ټاکنیزو مرکزونو پتې او د کاري وختونو په اړه معلومات موندلای شئ:
valglokaler.no  

(نارویژي) د ټاکنو په اړه عملي معلومات

تر ټولو مهم کار چې تاسو یې د فلسطين لپاره همدا اوس کولای شې، دا دی چې خپل د رایې ورکولو حق وکاروئ. د فلسطين لپاره رایه ورکړئ!

دا سپارښتنې د هغو وړاندیزونو پر بنسټ ولاړې دي چې په تېرو دوو کلونو کې د فلسطين په اړه په پارلمان کې وړاندې شوي او ګوندونو پرې رایه ورکړې ده. تاسو کولای شئ د فلسطین په اړه د ټولو ګوندونو د پالیسۍ په اړه لا زیات معلومات د د فلسطين د کميټې د رایه ‌ورکوونکو په لارښود کې ولولئ.

که نه غواړئ چې سوسیالیستي چپ ګوند ، چاپیریال ګوند یا د سرو ګوند ته رایه ورکړئ، نود رايې له نه ورکولو څخه غوره دا ده چې د کارګر ګوند  یا مرکزي ګوند  ته رایه ورکړئ.، ځکه چې دوی د سرو او شنو د ائتلاف د اکثریت لپاره مهم دي .د ګوند د فلسطين په اړه د ډېرو وړاندیزونو ملاتړ کړی دی، خو دوی غواړي چې له ښي ګوند   ، او سره همکاري وکړي.
د پرمختګ ، عیسویانو او ښی ګوند د اسرائیلو ملاتړ کوي.

هغه کارونه چې باید ترسره کړئ:

☐ د فلسطين لپاره رایه ورکړئ –  سوسیالیستي چپ ګوند ، چاپیریال ګوند یا د سرو ګوند ته رایه ورکړئ

☐ له ملګرو او کورنۍ سره د رایې ورکولو د اهمیت او همدارنګه په دې اړه خبرې وکړئ چې کوم ګوندونه د فلسطين لپاره تر ټولو ډېر کار کوي

☐ دا معلومات له نورو سره شريک کړئ!

Sosialistisk Venstreparti (SV) - حزب سوسیالیست چپ

Rødt (R) - حزب سرخ

Miljøpartiet De Grønne (MDG) -  حزب سبز

Arbeiderpartiet (AP) - حزب کارگر

Venstre (V) - حزب چپ 

Kristelig Folkeparti (KrF) - حزب دموکرات مسیحی

Høyre (H) - حزب راست 

Fremskrittspartiet (FrP) - حزب پیشرفت